د وزيراعظم خاص مرستيال عطا تارڑ وايي د سياست سره د لوبو ګډولو له وجې د پي ټي آئي چيئرمېن ملک تباه کړے دے۔

0
188

باغي ټي وي رپورټ

جيو نيوز سره په خبرو کې عطا تارړ وويل سپورټ او سياست دوه مختلف شيان دي، د سياست سره د لوبو ګډولو له وجې د پي ټي آئي چيئرمېن ملک تباه کړ.

ده وویل چې د فوټبال ملي لوبډلې په څېر باید د کرکټ ملي لوبډله هم د نړیوال جام سیالیو لپاره هند ته ولاړه شي، بابر اعظم د ویرات کوهلي په پرتله لوی لوبغاړی دی، د بابر لوبه ډېره ښه ده. د دې تر څنګ هغه وویل چې آی ایم ایف د ټولو سیاسي ګوندونو سره د ملاقات حق لري.

ده ووئيل چې تېر وخت كښې د پي ټي آئي چيئرمېن د آئي اېم اېف پروګرام خرابولو كښې خپل کردار ادا كړو٬ د معاهدې نه ختمولو لپاره خطونه ليكل شوي وو۔

ده ووئيل چې د پي ټي آئي چيئرمېن د خپلې دورې په مهال څلور د خزانې وزيران بدل كړل، آئي اېم اېف د ټاكنو سره هيڅ تعلق نه لري، آئي اېم اېف د 9 مياشتو د اسټينډ باي تړون لري۔

عطا تارړ وویل چې د تړون له امله روپۍ ثبات لري، ډالر راټیټیږي، د سټاک ایکسچینج ګړندی کیږي، دا تړون به له دوستو هیوادونو څخه د لا زیاتو مرستو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي.

د وزيراعظم خاص مرستيال وئيلي دي چې د توشه خانې فيصله راغلې ده، عدالت منلې دې۔

Leave a reply