د پاکستان د پیپلز ګوند مشر منظور وسان وايي، په راتلونکي حکومت کې به لومړی وزیر د پاکستان پیپلز ګوند یا مسلم لیګ (ن) څخه وي.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پيپلز پارټۍ سينئر مشر او د زراعت په چارو کښې صلاح کار منظور وسان په خپل بيان کښې وئيلي دي چې اسمبلې به د اګست له اتمې نه تر لسمې پورې منحل کيدې شي۔ هغه وويل زه فکر کوم چې په ملک کې به عام انتخابات داکتوبر پرځاى په نومبر کې وشي، داکتوبر په مياشت کې ګرمي ده او اليکشن کميشن ته به هم څه وخت پکار وي.
منظور وسان وويل پيپلز پارټۍ په خپل وخت انتخابات ترسره کول او نتيجې خلکو ته وړاندې کوي.
د پيپلز ګوند مشر زياته کړه چې ډېر خلک به په مقدمو کې نيول کېږي، ځينې به دننه ځي او ځينې به بهر راوځي، موږ غواړو چې عام انتخابات د پخوانۍ مردم شمارۍ په اساس وشي.