دا په داسې حال کې ده چې د اختر په رخصتیو کې د ګمرک له ګودامونو څخه د میلیونونو روپیو په ارزښت نشه يي توکي غلا شوي دي.

0
152

باغي ټي وي رپورټ

دسرچينو ترمخه دغه پيښه دکراچۍ پورټ کيمري کې د کسټم انټي سمگلنګ ارگنائزيشن (ASO) مرکزي دفتر له گودام څخه رامينځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په غلا شویو نشه يي توکو کې آیس، هیروین، کوکاین او چرس شامل دي.

سرچینې دا هم ویلي، چې د قاچاق پر وړاندې د مبارزې د ادارې دوه لوړپوړي افسران هم نادرکه دي.

په دې لړ کښې جيو نيوز ته وئيلي شوي چې د کسټم انټي سمګلنګ آرګنائزيشن سپرنټنډنټ طارق محمود او ياور عباس لادرکه دي، دواړو افسرانو د ماسپښين درې نيمو بجو نه رابطه نه ده کړې، د افسرانو موبائل فونونه خلاص دي خو کالونه کيږي. نه ترلاسه کیږي.

په دې اړه د ګمرک ویاند له څه ویلو ډډه کړې ده.

Leave a reply