حکومت د سرکاري ملازمينو د پرووډينټ فنډ واپسي شرح كښې د زياتوالي منظوري وركړې ده۔

باغي ټي وي رپورټ
د مالي کال 2021-22 لپاره د جي پي فنډ د واپسۍ شرح 12.40 فیصده وه چې اوس د راتلونکي مالي کال لپاره 14.22 فیصده ته لوړه شوې ده.
په دې اړه د مالیې وزارت د یو لیک له لارې د اکاؤنټس کنټرولر جنرل ته خبر ورکړی دی.
په معاش او تقاعد کې زیاتوالی
ياده دي وي چي وفاقي حکومت بجټ کښي د سرکاري ملازمينو تنخواګانو کښي 35 فيصده او پنشن کښي 17 فيصده اضافه کړي ده د کومي نوټيفيکيشن هم جاري کړي شوي دي۔
د خزانې وزارت لخوا جاري شوي نوټيفيكشن ترمخه د وفاقي حكومت د ټولو پنشنرانو په پنشن كښې د زياتوالي منظوري وركړې شوې چې پشمول د دفاع د سول پنشنرانو او د وسله والو ځواكونو ريټايرډ ملازمينو او د سول آرمډ فورسز ريټايرډ ملازمينو پشمول د جولائي له لومړۍ نېټې څخه منظوري وركړې شوې۔
د نوټيفيکيشن له مخې په پنشن کښې زياتوالے به په خانداني پنشن کښې هم لګولې شي۔
د دې نه علاوه د جولائي له لومړۍ نيټې څخه لږ تر لږه پنشن له 10 زره روپو څخه 12 زره روپو ته زيات شوی دی.






