د چناب سیند او نږدی دریابونو کې د نن نه د جولای تر ۱۰مې نیټې پورې د لوړې کچې سیلاب خبرداری ورکړی شوی دی.

0
174

باغي ټي وي رپورټ

د سیالکوټ، ګجرات او وزیر آباد سیمې د چناب په سیند کې د احتمالي سیلابونو له امله اغیزمنې کیدای شي، منډي بهاالدین او حافظ آباد سیمې هم د احتمالي سیلابونو له امله اغیزمنې شي.

کمشنر ګوجرانواله وايي د حالاتو څارنې لپاره د کمشنر دفتر کې ريجنل کنټرول روم جوړ کړی شوی او د چناب سيند ته څېرمه سيمو کې د سيلاب ځپلو کمپونه جوړ شوي دي.

د کمشنر په وینا سیالکوټ، ګجرات او وزیر آباد کې د سیلاب ځپلو لپاره امدادي کیمپونه جوړ کړل شوي دي، حافظ آباد او منډي بهاؤالدین کې هم د سیلاب ځپلو لپاره امدادي کیمپونه جوړ کړل شوي دي.

د ګوجرانواله کمشنر وايي د چناب د سيند په غاړه د مېشتو خلکو د بې ځايه کېدو اعلانونه شوي، په ګوجرانواله سيمه کې د ژغورنې او نورو اړوندو څانګو رخصتۍ هم لغوه شوې دي.

ياده دې وي چې د پنجاب، خېبرپښتونخوا او کشمير زياتره سيمې د باران په حال کې دي او د ګلګت بلتستان په ځينو سيمو کې هم باران روان دی.

د پي ډي ايم اے ترمخه پنجاب کښې د بارانونو له وجې مختلفو حادثاتو کښې د 17 مړو تصديق شوې دې۔

د پي ډي ايم اے ترمخه په ګجرانواله کښې 6، لاهور کښې 4، شيخوپوره او چکوال کښې 3، جهنګ او فيصل آباد کښې يو يو تن مړ او 49 کسان مختلفو حادثو کښې ژوبل شوي دي۔

د هوا پېژندنې ادارې له نن څخه د جولای تر ۱۰مې نېټې پورې د چناب، ستلج او راوي سیندونو ته څېرمه سیمو کې د سختو بارانونو وړاندوینه کړې ده.

Leave a reply