تورن کس چې د ایس پي لیاقت آباد په توګه ځان څرګندوي او ښځې ته په تلیفون کې ګواښونه کوي، ادعا کیږي چې د یو لوړ پوړي پولیس افسر په مداخله د مقدمې درج کیدو سره سره خوشې شو.

0
114

باغي ټي وي رپورټ

د پولیس وینا ده چی د ملزم شهریار ملک خلاف د ایس آئی مدثر انور په شکایت د جون په ۲۶ نیټه په لیاقت آباد پولیس سټيشن کښي مقدمه درج کړی شوی ده.

د قضيې له مخې، د موبايل پر واټس اپ د خبرو اترو يو آډيو د ټولنيزو رسنيو له لارې وائرل شوى، چې په کې دغه خبرې د قضيې په سکريپټ جوړ شوي او شهريار تورن ښودل شوى دى.

ملزم شهریار د ایس پي لیاقت آباد په بهانې ښځې ته ټیلیفون وکړ، په خبرو کښې ملزم د ایس پي لیاقت آباد په بهانه د کیس حل کولو لپاره ښځې ته ګواښونه وکړل، چې د مقدمې درج کولو نه پس ملزم د جون په ۲۶ نیټه د مقدمې درج کولو نه پس هغه پولیس سټېشن ته بوتلل شو. نیول شوی

تورن په واټس اپ کې ښځې ته د زنګ وهلو پخلی کړی او تورن شهریار اعتراف کړی چې ګواښونکی زنګ یې هم ورکړی و.

د پوليس ذرائعو ترمخه د ايس پي لياقت آباد لخوا د ملزم نه د سوالونو جوابونه اوکړل شول، ملزم څه موده د پوليس سټيشن په حراست کښې تيره کړے وو کله چې د کراچۍ پوليس يو لوړ رتبه افسر په دې معامله کښې د مداخلې تور ولګاوه او افسر د ملزم په نيولو د غصې څرګندونه وکړه. تورن

که په کومه مقدمه کې د 419 دفعه شامل وي نو پوليس ته د ملزم د خوشې کولو اختيار نه وي خو د پوليس افسر د فشار لاندې پوليس ملزم خوشې کړ په داسې حال کې چې د نيول شوي ملزم نه نورې پلټنې روانې دي .

د تحقیقاتي چارواکو په وینا په سوشل میډیا د پولیس افسر په توګه د ملزم تصویرونه مخې ته راغلي دي، په یو تصویر کې ملزم د سب مشین گن بارولو کوشش کوي او په بل تصویر کې ملزم د موټر چلولو په وخت په وائرلیس خبرې کوي. ..

د ملزم لخوا په استعمال شوي ګاډي باندې د پوليس بيرغ او هوټر لګول شوي وو او د شخصي ګاډي نمبر پلېټ کښې د پوليس رنګونه لګولې شوي وو تر څو دا تاثر ورکړي چې دا ګاډي د يو لوړ رتبه پوليس اهلکار سره تعلق لري۔

دپوليسو دسرچينو له مخې ملزم څخه دتحقيقاتو په کولو سره پوليس غوښتل چې معلومه کړي چې ملزم دپوليسو افسر په توگه څومره نورو کسانو ته فون کړى دى او يا يې کومې پيښې ترسره کړي دي. خو مخکې له دې چې د پوليسو له خوا پلټنه پيل شي، تورن خوشې شو او قضيه يې پټه کړه.

دپوليسو دڅرګندونو له مخې: تورن او دهغه له خوا کارول شوى موټر په لنډ وخت کې داختطاف او په نورو جرمونو کې کارول کيږي .

د پوليس ذرائعو ترمخه ايس ايچ او لياقت آباد انسپکټر سجاد خان اول د پوسټ نه ليري کړے شو او وروسته ئي معطل کړے شوے دے۔

Leave a reply