د ایران سفارت: د کندهار د وروستۍ پېښې ټپیان مو تهران ته واستول

د ایران سفارت: د کندهار د وروستۍ پېښې ټپیان مو تهران ته واستول
تر دې وړاندې د کندز برید کې هم اهل تشیع باندې برید شوی ؤ، هغه برید کې هم زیاد شمېر لمونځ کوونکي وژل شوي او ټپیان شوي ؤ، چې بیا د یاد برید ټپیان هم ایران د درمانې پۀ موخه ځان سره بوتلل.
(2021 / 10 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
په کابل کې د ایران سفارت وايي، د کندهار ښار په یو جومات کې د تیرې جمعې ورځې د ځانمرګي برید ځینې ټپیان یې د درملنې لپاره تهران ته لېږدولي دي.
ایران دغه راز د یادې پېښې له قربانیانو سره د مرستې لپاره ۲۵ ټنه خوراکي او غیر خوراکي مواد هم کندهار ته انتقال کړي دي.
اړوند موضوعات:
د کندز د پېښې ځینې ټپیان ایران ته لېږدول کېږي
تېره جمعه په کندهار کې پر لمونځ کوونکو د ځانمرګو بریدونو له کبله ۴۷ تنه ووژل شول او ۷۰ نور ټپیان شوي وو.
ددغه برید پړه داعش ډلې منلې وه.
تر دې وړاندې د کندز برید کې هم اهل تشیع باندې برید شوی ؤ، هغه برید کې هم زیاد شمېر لمونځ کوونکي وژل شوي او ټپیان شوي ؤ، چې بیا د یاد برید ټپیان هم ایران د درمانې پۀ موخه ځان سره بوتلل.
ایران د ا.ا.ا څخه غوښتي چې د داسې بریدونو مخه ونیسي او بیا اجازه ورنکړي چې ورته پېښې تکرار شي.
د ا.ا.ا بیا ډاډ څرګند کړی چې دوی به د مسجدونو او نورو عامه ځایونو امنیت ته ځانګړې پاملرنه کوي او بیا به داعش ډلې ته د ورته بریدونو موقع پر لاس ورنکړي.





