د افغانانو ستونزې دې هوارې کړې شي:د لطف الله بابا غوښتنه

0
187

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پخواني پارلیمان کښې د ننګرهار د اولس په مشرانو جرګه کښې استازې سناتور او قومي مشر الحاج لطف الله بابا د افغانستان اسلامی امارت نه غوښتنه کړې ده چې د افغان اولس ستونزې دې هوارې کړې شي او د افغان اولس د مجبورۍ نه دې استفاده وا نه خستل شي.

په ورځپانړه وحدت کښې چاپ شوي یو رپورټ مطابق الحاج لطف الله بابا وایی چې د افغانستان د ټرانسپورټ او هوایی چلند وزارت مسوولیت لري چې د اولس ستونزې هواری کړي او د خودسره مخه ونیسی او ددوی په ضد ګام واخلي.
نوموړی وایی چې دوه میاشتې کیږي چې طالبان واک ته رسیدلې خو د افغانستان ملی ایر لاین آریانا هوایی شرکت د بهر هیواد ته پرواز نه دې پیل کړې.
دوی اوویل چې پي آیی اې او کام اییر د اولس مجبورۍ نه ګټه کړې او هروخت ی د اصولو خلاف کار کړې دې، دوی غوښتنه وکړه چې ددې ناوړه کار باید مخه ونیول شي .
لطف الله بابا اوویل او غوښتنه ی وکړه چې د افغانستان دولتی ایرلاین آریانا باید چې په ښه توګه مدیریت شي ، دوی اوویل چې که چرې آریانا ایر لاین په ښه توګه بحال او مدیریت نه شی نو ممکن د چې آریانا سقوط سره مخ شي.
یاده دې وی چې په ټولنیزو رسنیو افغانانو شکایت کړې وو چې پي آیی ای ددوی مجبورۍ نه ګټه اوچتوي او د اسلام آباد او کابل ترمینځ د ۱۵۰۰ نه تر ۲۰۰۰ ډالر پورې ټکټ اخلی چې دا یو دیر ظلم او ناانصافي ده. دوی غوښته کړې وه چې دا د ظلم روپې دې بندې شی.
کله چې په رسنیو دا رپورټونه خپاره شو نو د امارت اسلامی د هوایی او ټرانسپورټ چلند وزارت طرف نه یوه مراسله جاري شوه، په دې مراسله کښې په هوایی شرکتونو غږ شوي وو چې دوی دې د مسافرو نه مناسب روپۍ اخلي او که د چا خلاف هم په ډیرو روپو د ټکټ خرڅولو شکایت راغې نو حکومت به د هغه شرکت خلاف قانوني کاروایی وکړي.

Leave a reply