پاکستان کې د کرونا له کمېدو سره ډینګي ناروغي په پراخه کچه خپره شوې

0
52

د پاکستان په خیبر پښتونخوا او پنجاب ایالتونو کې د کرونا ویروس پېښو په کمېدو سره په ډینګي ناروغۍ زرګونه کسان اخته شوي چې ورځ تر بلې دغه پېښې مخ پر ډیرېدو دي.

 

د پاکستان جیو نیوز د راپور له مخې په تېرو څلورویشت ساعتونو کې یوازې د خیبرپښتونخوا په ځينو سیمو کې شاوخوا ۲۵۰ پېښې ثبت شوي چې دغه ایالت کې د ټولو پېښو شمېر نږدې ۴ نیم زرو ته رسیږي.

 

دغه راز د پنجاب ایالت په لاهور او راولپنډي ښارونو کې هم دغه ناروغي په پراخه کچه خپریږي چې روغتونونه د ناروغانو څخه ډک شوي دي. ددوی په وینا په پنجاب کې د رسمي شمېرو له مخې تېره ورځ ۲۷۹ ناروغان ثبت شوي چې یوازې ۲۰۴ یې په لاهور کې دي.

 

د نورو ایالتونو په پرتله په پلازمینه اسلام اباد کې د ډینګي ناروغي ډیره خپریږي، چې تېره ورځ نږدې ۱۵۰ کسان نور په ډینګي اخته شوي او د ټولو شمېر ۲۲۳۰ ته رسېدلی دی.

 

بل لوري ته پاکستاني رسنۍ زیاتوي چې د پاکستان روغتیایي سکتور د ډينګي ناروغانو په دقیقه شمېره کې پاتې راغلی، او د ډینګي ناروغان له ورکړل شویو شمېرو لس چنده زیات دي.

 

له دې وړاندې د خیبر پښتونخوا افغان کډوالو په کمپونو کې زرګونه کسان په ډینګي ناروغۍ اخته شوي چې یو شمېر یې خپل ژوند هم له لاسه ورکړی دی.

 

دوه اونۍ وړاندې نن ټکی اسیا ته د پيغام له لارې یوه افغان کډوال ویلي وو چې د افغان کډوالو په شمشتو وچنهر او مولوي خالص کمپونو کې د هر کور ټول غړي یو ځل په ډينګي اخته شوي دي.

 

باید وویل شي چې پاکستان کې ډینګي په لومړي ځل په ۲۰۱۱م کال کې رامنځته شوه چې په ۲۰۱۷ او ۲۰۲۱م کالونو کې سخت زیان اړولی او له کبله یې زرګونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 

 

Leave a reply