په پاکستان کښې عید میلادالنبي اسلامی جوش او جذبې سره نمانځل کیږي

0
105

باغي ټي وي رپورټ
په ټول ملک کښې نن د ۱۲ ربیع الاول د عیدمیلادالنبي د آخري نبي حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وآله وسلم د زیږیدلو ورځ نمانځل کیږي ، په ټول ملک کښې ښارونه او جماعتونو په رنړاګانو او شمعو ښایسته کړې شوي دي.

په پایه تخت اسلام آباد کښې د ورځې پیل د ۳۱ توپو د سلامی نه وشو او په صوبایی حکومتونو کښې د پیغمبر اسلامی د ولادت په اړوند د ورځې پیل د ۲۱ توپو د سلامۍ نه وشوه .
په ټول ملک کښې د میلاد جلوسونو پیل شوي دي ، خلق په مسجدونو او په چوکونو کښې راغونډ شوي او په پیغمبر باندې درود او سلام وړاندې کوي، د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په سیرت باندې عالمان رنړا اچوي او نعتونه وایی.
یاده دې وی چې د پاکستان وزیراعظم په ټول ملک کښې د رحمت اللعالمین د لسیزې د نمانځلو اعلان کړي دي، په ملک کښې په ټولو دولتي ودانیو رنړاګانې او شمعې لګول شوي دي چې د آخری نبی صلی الله علیه وآله وسلم دې دنیا ته راتګ د یو رنړا او شمع په شان څرګند شي او نړۍ ته پته ولګي چې د آخري پیغمبر دې دنیا ته راتګ رنړا ده او خلقو ته پته ولږي چې د پیغمبر خدا په راتګ سره دې دنیا نه تیاري او جهالت لاړو او د علم رنړا راغله.

Leave a reply