افغانستان کښې د انساني بحران مخنیوي لپاره دې نړۍ کردار ادا کړي: د پاکستان فوځ سرلښکر
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د فوځ سرلښکر جنرل قمر جاوید باجوه د امریکې حکومت ناظم االامور انجیلا ایګلر سره په خبرو کښې ویلي دي چې پاکستان امریکا سره ښه او دوستانه اړیکې غواړي.
د پاکستان فوځ د د عامو اړیکو ادارې آيی ایس پی آر یو بیان مطابق د پاکستان فوځ سرلښکر د امریکې ناظم الامور انجیلا ایګلر سره په ملاقات کښې دا خبره کړې ده چې په افغانستان کښې د انساني بحران د مخنیوي او د انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره دې د نړۍ هیوادونه خپل کردار ادا کړي.
ایګلر سره په ملاقات کښې د پاکستان فوځ سرلښکر دا خبره په ډاګه کړې ده چې پاکستان د امریکې سره پخې او دوستانه اړیکې غواړي، په افغانستان کښې د یو بل انساني بحران د مخنیوي او ددې انساني بحران نه د بچ کیدلو لپاره جنرل باجوه د امریکي حکومت ناظم الامور ته په ډاګه کړه چې د نړۍ هیوادونو له په کار دي چې ددې بحران مخه ونیسي.
ایګلر د افغانستان په اړه د پاکستان کردار ستاینه وکړه او وی ویل چې پاکستان د افغانستان په اړه یو ښه رول لوبولې، ایګلر زیاته کړې چې د پاکستان په دې منطقه د امن لپاره کردار هم د ستاینې وړ دې ، ایګل باور ورکړو چې امریکا پاکستان سره ښې اړیکې غواړي.