بېلاروس د فرانسې لۀ خوا دې هېواد ته نوی ورپېژندل شوی سفیر لۀ هېواده اېستلی دی

0
93

بېلاروس د فرانسې لۀ خوا دې هېواد ته نوی ورپېژندل شوی سفیر لۀ هېواده اېستلی دی

د ویلو ده چې دلا لاکوسټ تیر کال په بیلاروس کې د فرانسې د سفیر په توګه وټاکل شو، نوموړي خپل اعتماد نامه د بیلاروس بهرنیو چارو وزارت ته د سپارولو نه وروسته ددې هیواد ولسمشر لوکاشینکو ته د نه وړاندې کولو له امله د بیلاروس سخت غبرګون وپارو.

(2021 / 10  / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د فرانس پرس خبري اژانس د خبر له مخې په بیلاروس کې د فرانسې سفیر نیکولاس دلا لاکوسټ د کوربه هیواد په غوښتنه فرانسې ته ستون شو.

د ویلو ده چې دلا لاکوسټ تیر کال په بیلاروس کې د فرانسې د سفیر په توګه وټاکل شو، نوموړي خپل اعتماد نامه د بیلاروس بهرنیو چارو وزارت ته د سپارولو نه وروسته ددې هیواد ولسمشر لوکاشینکو ته د نه وړاندې کولو له امله د بیلاروس سخت غبرګون وپارو.

بیلاروس حکومت ددې پرمختګ نه وروسته د فرانسې د سفیر نه هر څه ژر خپل هیواد ته د بیرته ستنیدو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات: 

روسیې د ناټو سازمان پر وړاندې غبرګون ښودلی دی 

ویل کیږي‌ بیلاروس د فرانسې سفیر ته د اکتوبر تر ۱۸ مې نیټې ددې هیواد د خاورې نه د وتو مهلت ټاکلی وو چې هغه پرون یکشنبه د اکتوبر ۱۷ مه نیټه فرانسې ته ستون شو.

د ویلو ده چې د بیلاروس ولسمشر لوکاشینکو چې د روسیې د پوره ملاتړ نه برخمند دی په وروستیو ټاکنو کې په درغلیو تورن شوی وو. په بیلاروس کې د وروستیو ټاکنو نه وروسته پراخه مظاهرې پیل شوې چې ددینه وروسته اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې لوکاشیکنو ددینه وروسته د بیلاروس د ولسمشر په توګه په رسمیت نه پيژني.

لۀ همدې امله د اروپا او بیلاروس ترمنځه په ډیپلوماتیکو اړیکو کې ستونزې دوام لري.

Leave a reply