په پنجشېر کې د ټوخي پېښې مخ په زياتېدو دي

د پنجشېر د عامې روغتيا رييس د ټوخي ناروغۍ نښې تبه، د پوزې بهېدل، د ستوني درد او د بدن خارش ياد کړ او ويې ويل چې دغه ناروغي وژونکې نه ده او درملنه يې کېږي. ډاکتر نجات وويل چې موږ هره ورځ د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته زيات ناروغان ليدو.
د عامې روغتيا رئيس له ټولو کورنيو څخه وغوښتل، چې کله هم د زکام نښې وليدل شي، خپل ماشومان ښوونځيو او نورو ګڼې ګوڼې ځايونو ته نه لېږي او خپلو ماشومانو ته دې ګرم مايعات، لبنيات او مېوې ورکړي.
(2023 / 7 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
دپنجشير دعامې روغتيا رياست وايي چې په روان کال کې په دغه ولايت کې اويا تنه ماشومان او دولس زاړه په دې ناروغۍ اخته شوي دي چې دپنجشير په څلويښت بستريز روغتون کې بستر دي .
د پنجشېر ولايت د عامي روغتيا رئيس ډاکټر اسدالله نجات وويل چي ټوخي يوه ساري ناروغي ده چي زياتره ماشومان پرې اخته کيږي.
د پنجشېر د عامې روغتيا رييس د ټوخي ناروغۍ نښې تبه، د پوزې بهېدل، د ستوني درد او د بدن خارش ياد کړ او ويې ويل چې دغه ناروغي وژونکې نه ده او درملنه يې کېږي. ډاکتر نجات وويل چې موږ هره ورځ د دغه ولايت روغتيايي مرکزونو ته زيات ناروغان ليدو.
اړوند موضوعات: