امریکا د افغانستان پۀ تړاو مسکو کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون نکوي 

0
220

امریکا د افغانستان پۀ تړاو مسکو کې جوړېدونکې غونډه کې ګډون نکوي 

دا کنفرانس د مسکو په کوربه توب جوړېږي او موخه یې هم دا ده چې په افغانستان کې اوسنی بې برخلیکه وضعیت پای ته ورسېږي او د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لار پرانیستل شي.

 

(2021 / 10  / 19  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی. تر دې وړاندې روسیې ویلي وو چې ښایي امریکايي پلاوی په دې کنفرانس کې ګډون وکړي.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې تر اوسه مو؛ د مسکو ناسته کې د ګډون پرېکړه نه ده کړې

دا کنفرانس د مسکو په کوربه توب جوړېږي او موخه یې هم دا ده چې په افغانستان کې اوسنی بې برخلیکه وضعیت پای ته ورسېږي او د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ تعامل ته لار پرانیستل شي.

د یادونې وړ ده چې تر یاد کنفرانس وروسته ایران هم هوډ لري چې  د افغانستان پۀ اړه یو نړیوال کنفرانس جوړ کړي چې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران به پکښې برخه اخلي.

 

Leave a reply