د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي په هېواد كښې د 9 نوو صوبو جوړولو تجويز وړاندې كړو۔

باغي ټي وي رپورټ
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن مرزا محمد آفريدي نجي ټي وي سره د مركې په مهال ووئيل چې كراچۍ ته دې په بشپړه توګه بېله صوبه وركړې شي٬ بلوچستان او پنجاب كښې دې هم درې بېلې صوبې جوړې شي۔
د سېنېټ مرستيال چيئرمېن ووئيل چې د پخوانۍ وفاق تر انتظام لاندې سيمه فاټا دې هم بېله صوبه جوړه كړې شي او هزاره صوبه دې هم جوړه كړې شي۔
څومره صوبې زیاتې وي هغومره ښه: مرزا محمد افریدي
مرزا محمد آفريدي اوويل چې پاکستان کښې چې څومره صوبې دي هغومره به ښه وي، د اتلسمې ترميم نه پس به صوبو ته خپله برخه ورکولې شي، که نوې صوبې جوړې شي نو د اين ايف سي ايوارډ لاندې به هم برخه اخستې شي. .
د سېنېټ ډپټي چيئرمېن ووئيل چې حكومت فاټا سره كړې وعدې نه دي پوره كړې، نن هم د فاټا اولس ډېرې اندېښنې لري او له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
ده ووئيل مونږ د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار سره د فنډونو مسله پورته كړې ده٬ كه په هېواد كښې نوې صوبې جوړې شي نو ستونزې به هواري شي۔






