د قومي ايئر لائن پي آئي اے د حج نه پس آپريشن شروع کړے دے د کومي نه پس چي دوه پروازونه حاجيان وطن ته واپس شوي دي۔

0
170

باغی ټي وي رپورټ

د پي آئي اے وياند ترمخه د حج نه پس د آپريشن په لړ كښې د قامي ايئر لائن اولنۍ الوتكه پي كې 832 د جدې نه لاهور ته او دويمه الوتكه كراچۍ ته رسېدلې۔

د پي آئي اے وياند وئيلي دي چي د پي آئي اے د پوسټ حج اپريشن ترمخه به د قامي ايئر لائن اولني پرواز نن د اسلام آباد ائيرپورټ ته اتري او د پي آئي اے پوسټ حج اپريشن به د اګست تر دويمي نيټې پوري جاري وي۔ ياده دي وي چي پي آئي اے به د 268 پروازونو په ذريعه 61,467 حاجيان سعودي عرب نه پاکستان ته راوړي، 41,000 د حکومتي سکیم حاجیان او 19,000 د شخصي سکیم حاجیان به پاکستان ته راځي.

د دې نه وړاندې د پي آئي اے د حج نه مخكې عمليات د مئي په 21مه نېټه پېل شوي وو او د جون تر 22مې نېټې پورې به دوام وكړي۔ PIA به د سعودي عربستان څخه حاجیان د کراچۍ، اسلام آباد، لاهور، ملتان، فیصل آباد، سیالکوټ او پېښور په هوايي ډګرونو او د سکر، رحیم یار خان او کوټې په هوايي ډګرونو به حاجیان راوړي.

Leave a reply