د پټروليم رياست وزير مصدق ملک وايي، هېواد کې يې د تېلو د ذخيرې په اړه د بانډډ سټريج پاليسۍ راوستې ده.

باغي ټي وي رپورټ
په لاهور کې د خبري غونډې په مهال مصدق ملک وويل چې زمونږ په ملک کې چې کله د پټرولو نرخونه زياتيږي نو ټولو ته معلومه ده چې بيا ذخيره کوونکي ترې ګټه پورته کوي او د پټرولو ذخيره کوي خو نن تاسو خلکو ته د دې ذخيره کولو د ماتولو وړانديز کوم. .
ده ووئيل په هېواد كښې د تېلو د ذخيره كولو مخنيوي لپاره د بانډډ ذخيره كولو پاليسۍ راوستې ده٬ د بانډډ سټريج پالېسۍ په نتيجه كښې به په پاكستان كښې د تېلو كمي نه وي او اوس به د نړۍ لوي سوداګر هم په هېواد كښې د تېلو ذخيره كولې شي۔ هیواد ..
ده ووئيل د هېواد د انرجۍ د اړتياو د پوره كولو لپاره هر ډول ممكنه هڅې روانې دي٬ د بانډډ سټوريج پالېسۍ له مخې به په راتلونكي كښې په هېواد كښې د پټرول كمي نه وي۔
مصدق ملک وویل چې د ګازو د څاګانو د غځولو قرضه صفر ته راټیټه شوې ده، ډېر ژر به د ایل این جی د گردشي قرضې کچه هم صفر ته راټیټه شي.
هغه وويل، زموږ لومړيتوب د اقتصاد پياوړتيا ده، په هېواد کې د تېلو او ګازو نوې زېرمې لټول کېږي، انشاالله په هېواد کې به انرژي په بشپړ ډول راشي.






