د پاکستان د پیپلز پارټۍ مشر او د سندهـ د زراعت په چارو کې سلاکار منظور وسان وايي، هغه کسان چې د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پرېښودل باید په دې فکر کې نه وي چې دوی به له نیول کېدو وتښتي.

باغي ټي وي رپورټ
خپل بيان کښې منظور وسان دعوه کړې وه چې ملک کښې راتلوونکې وخت به د پيپلز پارټۍ وي، پيپلز پارټۍ هر چرته ښکاري، په هر حال ملک کښې دا دوه درې مياشتې انتخابات دي۔
هغه وويل څوک چې پي ټي ائي پريږدي هغوي دې په دې خيال کې نۀ وي چې هغوي به دگرفتارۍ څخه بچ شي، پي ټي ائي د مجنونانو گوند دى اؤ اوس ټول مجنون نورو گوندونو ته ځي.
د سندهـ د زراعت مشاور وويل سږ کال به ډيره ګرمي وي، هغه کسان چې جيلونو ته ځي د ګرمۍ او سختۍ زغم نه لري، ښايي د جيلونو ذمه واري به اوس مونږ ته راکړل شي.






