د خیبر پښتونخوا د هاؤسنګ پخوانی وزیر ډاکټر امجد علي او د سوات پخوانی ښاروال شاهد علي خان هم نیول شوي دي.

0
183

باغي ټي وي رپورټ

د پوليسو په وينا د پاکستان تحريک انصاف دوه مشران د 3MPO لاندې د دوی له کورونو نيول شوي دي.

د پولیس وینا ده چې د دواړو په خلاف د می په نهمه د حساس ادارو په ضد د نفرت بیانولو او بیانونو په تور مقدمې درج شوې دي.

بل اړخ ته په جهنګ کښي د پي ټي آئي د مشر شيخ وقاص اکرم په کور هم چاپه وهلې شوې ولي پخوانې وزير په کور کښي موجود نه وو نو د پوليس لخوا کور هم تالاشي کړے شوے دے۔

ياده دې وي چې د خېبر پښتونخوا د فساد ضد ادارې د مردان له جيل څخه تر خوشي کېدو وروسته د پاکستان پخوانی ايالتي وزير او د پاکستان تحريک انصاف مشر علي محمد خان يو ځل بيا نيولی دی.

د اداري فساد سره د مبارزې د ادارې له مخې علي محمد خان په ۲۰۱۸ او ۲۰۱۹ کلونو کې د ځايي حکومتونو په قراردادونو کې په غلطۍ تورن دی، چې له مخې یې پرون د هغه پر ضد نوې مقدمه درج شوې ده.

په دې مقدمه کښې د پخواني صوبائي وزير عاطف خان او پخوانې ايم پي اے طفيل انجم نومونه هم شامل دي او ايف آئي آر کښې د لوکل گورنمنټ دفتر او اے ډي لوکل گورنمنټ فضل الله پشمول يو شمير قرارداديان هم شامل دي۔

Leave a reply