افغاني سرې میاشتې ټولنې بلخ او پروان ولایتونو کې زرو اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
27 جون سه شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د پروان ولایت په سیاګرد ولسوالۍ کې د افغاني سرې میاشتې له لوري ٥٠٠ زیانمنو کورنیو ته د ٧٦ ټنه خوراکي توکو مرسته وویشل شوه.
په یاده مرسته کې هرې کورنۍ ته ١٠٠ کیلو اوړه، ٢٤.٥ کيلو وريژې، ١٠ لېتره غوړي، ٨ کيلو لوبيا، ٥ کيلو بوره، ٢ کيلو چاى، ٢ کيلو مالګه او يو قطۍ بېسکوټ شامل وو.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې ارزګان ولایت کې ۸۰۰ کونډو سره د نغدي پیسو کومک ترسره کړی.
همدا راز د بلخ ولایت د مرکز اړوند د لسمې او یولسمې ناحیې د بېلابېلو سیمو ٥٠٠ اړمنو کورنیو ته د افغاني سرې میاشتې له لوري د ٢٥ ټنه اوړو، د څه باندې ١٢ ټنه وریژو او ٥٠٠٠ لیتره غوړیو مرسته وویشل شوه.










Leave a Reply