د بلوچستان سترې محکمې د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د مشر لپاره ټاکنې ودرولې.
باغی ټي وي رپورټ
د پي سي بي د انتظامي کميټۍ پخواني غړي ګل محمد کاکړ دغه انتخابات چيلنج کړي چې د بلوچستان هائي کورټ چيف جسټس نعيم اختر افغان او جسټس عامر نواز اوريدنه کړې ده.
هائي کورټ د جولائي تر 17مې نيټې پورې د پي سي بي د چيئرمېن ټاکنه ودرولې ده۔
د بلوچستان هائي کورټ د وزيراعظم، وزارت آئي پي سي ذکا اشرف پشمول اړخونو ته نوټس جاري کړے دے۔
ياده دي وي چي د پي سي بي انتظامي کميټئ دوره ختميدو نه پس اوس سرپرست چيئرمين انتخابي کميشنر دے
د پاکستان د کرکټ بورډ د مشر ټاکنه چې ټاکل شوې وه د جون په ۲۷ نیټه ترسره شي، وځنډول شوه.
څو ورځې وړاندې پيپلز ګوند غوښتنه کړې وه چې ذکا اشرف دې د پي سي بي چيئرمېن جوړ کړي چې وروسته وزيراعظم شهباز شريف د بورډ آف ګورنر لپاره د ذکا اشرف او مصطفی رمدې نومونه د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) د چيئرمېن د ټاکلو منظوري ورکړه. ورکړ
داسې ښکاری چې پخوانی چیئرمېن ذکا اشرف به یو ځل بیا د پی سی بی د چیئرمېن څوکۍ په غاړه اخلی.