د مسلم لیګ (ن) مشر نواز شریف چې پرون متحده عربي اماراتو ته رسېدلی، د دوبۍ د حکومت لخوا ورته ځانګړی پروتوکول ورکول کېږي.

باغی ټي وي رپورټ
نوازشريف د خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې د خپل زوم علي ډار په استوګنځي امارات هيلز کې اوسيږي.نوازشريف به نن د شاهي کورنۍ او کاروباري ټولنې سره ليدنه کوي.
د دوبۍ حکومت نواز شریف ته ځانګړی پروتوکول ورکوي.
لومړی وزیر شهباز شریف اوس هم په لندن کې دی، د هغه د تګ راتګ ډېر ژر امکان دی، نواز شریف به اختر له خپلې کورنۍ سره په دوبۍ کې لمانځي.
سرچينې وايي چې دوزيراعظم نوازشريف په مشرۍ کې دمشرانوجرګې لومړۍ غونډه پاى ته رسيدلې ده چې پکې پاکستان ته د نوازشريف دراتلونکي لارې نقشه ټاکل کيږي.
دسرچينو ترمخه دپخواني وزيراعظم نوازشريف وطن ته دراتگ په لاره کې دقانوني شکنجې دحل کولو لپاره دپوهانو سره مشوره روانه ده.
سرچينې وائي دپاکستان دسياست مرکز به اوس مهال په دوبۍ کې پاتې شي چې دغلته به ديو شمير سياسي مشرانو دوره هم دوبۍ ته رسيدلې ده، تمه ده چې نوازشريف به په راتلونکو څو ورځو کې په دوبۍ کې دسياسي مشرانو سره ليدنې کوي.





