وزيراعظم شهباز شريف په پوځي عدالتونو کې د ملکي وګړو د مقدمې په مقدمه کې د قانون پخوانی وزير بيرسټر فروغ نسيم خپل وکيل ټاکلی دی.

باغی ټي وي رپورټ
سترې محکمې د پوځي عدالتونو لخوا د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنه د دوشنبې په ورځ ټاکلې ده.
وزيراعظم شهباز شريف په سپريم کورټ کښې د پوځي عدالتونو لخوا د ملکي وګړو د مقدمې اورېدنې په مقدمه کښې بيرسټر فروغ نسيم خپل وکيل ټاکلي دي، فروغ نسيم به د وزيراعظم په طرفه سپريم کورټ کښې حاضر وي۔
ياده دې وي چې د پاکستان چيف جسټس په سپريم کورټ کې په پوځي عدالتونو کې د عامو خلکو د مقدمې اورېدنې په ضد د درخواستونو اورېدو لپاره نهه کسيزه لويه بنچ جوړ کړی و.
خو د جسټس قاضي فائز عیسی او جسټس سردار طارق مسعود د اعتراضونو وروستو دغه ۹ کسيزه لوئر بينچ مات شو او چيف جسټس يو اووه کسيزه بينچ جوړ کړو.
وروسته د پاکستان چيف جسټس جسټس عمر عطا بنديال په خپلو ريمارکسونو کې وويل چې اوس به ٧ کسيزه بينچ د کېس اوريدنه کوي.
د تېرې اورېدنې پر مهال د پاکستان چيف جسټس ويلي وو چې تر سه شنبې پورې د دې قضيې فيصله کولى شي.






