د پاکستان تحریک انصاف وائس چیرمین شاه محمود قریشي وايي وزیراعظم شهباز شریف د آمونو په خرڅلاو بوخت دی.

0
198

باغی ټي وي رپورټ

خپل یو بیان کې د هند او امریکا ګډې اعلامیې په غبرګون کې شاه محمود قریشي وویل چې د ملي مسئلې په اړه هیچا مسؤلیت نه دی ښودلی، لومړی وزیر د آمونو په خرڅلاو بوخت دی.

شاه محمود قريشي خپله غصه څرګنده کړه او ويې ويل چې خارجه وزير څه نه دي ويلي، خارجه دفتر د سياسي قيادت په شان مهم نه دى.

بل خوا شاه محمود قریشي د خزانې وزیر اسحاق ډار د استعفا غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) نور پر ده باور نه لري.

ده زياته کړه چې وزيراعظم شهباز شريف هم د آئي ايم ايف دا دريځ منلى دى چې د ډار ريونيو اقدامات ناکافي دي. د هند او امریکا ګډه اعلامیه

په دې وروستیو کې د امریکا له ولسمشر جوبایډن سره د هند د لومړي وزیر نریندرا مودي له لیدنې وروسته د هند او امریکا په ګډه اعلامیه کې له پاکستانه غوښتل شوي چې د هغو سازمانونو پر ضد چې هند په نښه کوي، په ګډه اقدام وکړي.

په بیان کې ویل شوي چې متحده ایالات او هند د نړیوال تروریزم سره د مبارزې لپاره یوځای ودریږي، د تروریزم او تاوتریخوالی ټول ډولونه غندي، یو ځل بیا ټینګار کوي چې القاعده، داعش، لشکر طیبه، جیش محمد او حزب المجاهدین په ګډه کار کوي. د ملګرو ملتونو په لست کې د شاملو ټولو ترهګرو ډلو پر ضد باید اقدام وشي

د تركيې اولس مشر شهباز شريف سره ملاقات او د پاكستاني آمونو په خوند خبرې اترې

ياده دې وي چې د رجب طيب اردوګان د سوګند پورته کولو په مراسمو کې د ترکيې له ولسمشر او د هغه له مېرمنې سره د لومړي وزير شهباز شريف په غير رسمي خبرو کې پاکستاني آمونه او د هغوی خوند د بحث مرکز و.

د ملاقات په مهال وزيراعظم شهباز شريف د تركيې اولس مشر ته ووئيل چې د تركيې اولس ستاسو د اولس مشر په توګه په انتخابېدو د پاكستان نه زيات خوشحاله دي، ما تاسو ته د آمونو ډالۍ راوړې ده۔

Leave a reply