د لاهور په سمن اباد سيمه کې د يوې مدرسې پر زده کوونکي شکنجه کوونکی استاد (قاري) ونيول شو.

باغي ټي وي رپورټ
په دې وروستیو کې په ټولنیزو رسنیو کې د قاري د یوه ماشوم د شکنجه کولو ویډیو خپره شوه، په ویډیو کې لیدل کیږي چې قاري ماشوم په خپلو لاسونو او حتی پښو شکنجه کوي.
د ويډيو وائرل کېدو وروستو ايس پي اقبال ټاون عثمان ټيپو يو ګام پورته کړی او د تشدد په تور يې قاري آصف قادري نيولی دی.
د ایس پي عثمان ټیپو وینا ده چې ملزم د تدریس په وخت خپل طالبعلم تشدد کړے وو، د ملزم خلاف مقدمه درج کړې شوې او تحقیقات شروع کړې شوي دي.





