د ترکمنستان تېل او ګاز د افغانستان له لارې پاکستان ته لېږدول کېږي

د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له شمال څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د ګازو او نفتي موادو د لېږد رالېږد به ملي عواید زیات کړي.
دغه وزارت له هغو سوداګرو څخه چې غواړي له ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګازو او تېلو په لېږد کې برخه واخلي، وغوښتل چې د خپلو اسنادو له لارې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته ورشي. بل خوا د کندهار د ګمرک چارواکي ډاډ ورکوي، چې په ګمرک کې به سوداګرو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
(2023 / 6 / 25 تاریخ تلویزیوم باغی)
راپور
د صنعت او سوداګرۍ وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، چې د ترانزيت په اړه ټاکل شوې کمېټې له افغانستان څخه پاکستان ته د ګازو او تېلو د لېږد پلان د لومړي وزير د اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر دفتر ته سپارلى و او دغه پلان د دې لپاره منظور شو.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له شمال څخه جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د ګازو او نفتي موادو د لېږد رالېږد به ملي عواید زیات کړي.
خبرهای مرتبط به این:
کندهار رسنیو دفتر: د افغانستان له لارې پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو صادرات پیل شول.