د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه په ازمایښتي توګه تصویب کړی.
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت ترکمنستان څخه پاکستان ته د نفتي موادو د ټرانزیټ طرحه په ازمایښتي توګه تصویب کړی.
24جون شنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء د عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي معاونیت د افغانستان له لارې د ترکمنستان څخه پاکستان ته د ګاز او نفتي موادو د ترانزیټ په اړه د ترانزیټ ملي کمېټې له لوري تایید شوې طرحه د یوې ازمایښتي دورې لپاره منظوره کړه.
دغه طرحه د اقتصادي ودې او ترانزیټ د پياوړتیا په موخه جوړه شوې، چې له مخې به یې له مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ګاز او نفتي موادو په ترانزیټ کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شي.
اړوند موضوعات
اقتصادي معاونیت: تیرو نهو میاشتو کې د هیواد د صادراتو کچه 1424 میلیون ډالرو ته رسېدلې ده.
د افغانستان له لارې د مرکزي آسیا څخه سویلي آسیا ته د ګاز او نفتي موادو په ترانزیټ سره به د ملي عوایدو په کچه کې زیاتوالی راشي او پردې سربېره به د هېواد د ترانسپورټ سکټور وده وکړي او هېوادوالو ته به د کار زمینه برابره شي.