د فدرالي تحقیقاتو ادارې (ایف آی ای) د هغو کسانو د نیولو پریکړه کړې چې په بهر کې ناست دي او په ټولنیزو رسنیو کې د ملي امنیت ادارو سپکاوی کوي.
باغی ټی وی رپورټ
دسرچينو ترمخه په دې لړ کې ايف آئي اے د سوشل ميډيا 361 اکاونټونه په ګوته کړي دي او په دغه اکاونټونو کې د بهر مېشتو کسانو د نيولو فيصله شوې ده.
د ذرائعو ترمخه ايف آئي اے د دغه کسانو ګرفتارولو او بهر نه راوستلو لپاره انټرپول سره هم رابطه کړې ده، د دغه کسانو اکاونټس ټريک کولو سره به د سائبر کرائم ايکټ لاندې مقدمې درج کولې شي۔
د ايف آئي اے زرائعو ترمخه د مقدمو درج کولو نه پس به ملزمان د انټرپول په مرسته بيرته راوستلے شي او انټرپول ته هم د عادل راجا د ګرفتارۍ لپاره ريډ نوټس جاري کولو غوښتنه شوې ده۔
دسرچينو له مخې عادل راجا به ډير ژر ونيول شي او پاکستان ته به راوړل شي.
دسرچينو له مخې په سوشل ميډيا دخلکو ځورولو په ضد دقانوني کارروايۍ پلان تيار دى.