د ا.ا.ا د چارو د اداره کې د ځینو ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي کړي

د ا.ا.ا د چارو د اداره کې د ځینو ریاستونو لپاره نوي رئیسان معرفي کړي
طالبانو د چارو ادارې یو شمېر ریاستونو ته خپل نوي کسان معرفي کړي دي.
(2021 / 10 / 18 / نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
طالبانو د چارو ادارې یو شمېر ریاستونو ته خپل نوي کسان معرفي کړي دي.
هغه رئیسان چې دوی نوي معرفي کړي پۀ لاندې ډول دي:
چارو ادارې په خپله رسمي ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د رییس الوزرا له منظورۍ سره سم قاري عبدالولي صدیقي د چارو ادارې دفتر رییس، مولوي عبدالسلام حقاني د ملي پراختیا رییس، ملا عبدالباري عاطف د ټرانسپورت او تخنیک رییس، مولوي عبدالباقي د فرهنگي چارو رییس، مولوي احمد الله امین د بهرنیو چارو انسجام رییس او حافظ نخبت الله زاهد د ټکنالوژۍ رییس په توګه ګومارل شوي دي.
اړوند موضوعات:
د افغان ملی بانک نوې مشر وټاکل شو
که څۀ هم طالبانو د حکومت پۀ لومړیو شپو کې ویلي ؤ چې دوی به بېرته پخواني مامورین دندو ته راغواي؛ خو اوس دوی د ریاستونو او آمریتونو لپاره نوي کسان معرفي کوي او پخواني لۀ دندو لرې کوي.




