د افغان ملی بانک نوې مشر وټاکل شو

0
73

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان قومي بانک نوې مشر ټاکل شوې دې، په رسنیو کښې داسې رپورټونه چاپ شوي چې ډاکټر شاکر جلالی د افغان ملی بانک سرپرست ټاکل شوې دې او خپله دنده ی په رسمي توګه پیل کړې ده.

د ډاکټر شاکر جلالي په اړه داسې رپورټونه دې چې نوموړي په اسلامي بانکدارۍ کښې د قطر په هیواد کښې د ډاکټرۍ په کچه زده کړې دې او د بانکونو او د اقتصاد په سیکټر کښې ډیره تجربه لري.
یاده دې وی چې د افغانستان اسلامی امارت له طرف نه په بیله بیلو وزارتونو او نورو ریاستونو کښې وزیرانو او نور سرپرست اهلکار ټاکلي دي او دوي خپلې وظیفې پیل کړي دي.
یاده دې وی چې د افغانستان د پخواني سیاست دانان، جهادي کمانډران هم د افغانستان اسلامی امارت مشرانو او وزیرانو نه غوښتنه کوي چې دوی په وزارتونو او نور ولایتونو کښې کرسۍ هغه کسانو او مشرانو له ورکړي چې د کار اهل وي او په هغه میدان کښې تجربه ولری چې ددې اولس او هیواد خدمت په ښه توګه وکړې شي.
یاده دې وي چې د افغانستان د سوداګرو له طرف نه هم بار بار غوښتنه کیږي چې د افغانستان کنګل شوې روپې دې هم آزادې شي چې ددې هیواد او اولس د ترقې او خوشحالۍ لپاره په استعمال کښې راوستل شي.

Leave a reply