د پاکستان سفیر په کابل کښې د یو این ډي پي مشر سره لیدلي
باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په پایه تخت کابل کښې د پاکستان سفیر منصور احمد د ملګري ملتونو د ادارې یو این ډي پي مشر سره لیدله او په افغانستان کښې ی د بشري مرستو په اړه او یو شمیر نور موضوعاتو باندې خبرې کړي دي.
د پاکستان سفیر منصور احمد د ټویټر په پانړه خپور شوي د یو ټویټ مطابق هغه د یو این ډي پي د افغانستان لپاره نماینده عبدالله سره ولیدل، په دې لیدنه کښې ی د ملګري ملتونو نماینده سره ی نن سبا په افغانستان کښې دبشري مرستو په اړتیا خبرې کړي دي.
یاده دې وي چې د پاکستان په افغانستان کښې سفارت او دپاکستان په اسلام آباد کښې د بهرنیو چارو وزارت نه هر وخت دا بیان جاري کیږي چې د افغانستان اولس بشري مرستو ته اړتیا لري.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د ایران، او د منځنې ایشیا ملکونو دوره هم ددې لپاره وکړه چې د افغانستان مسله او ستونزه هوارولو لپاره د پاکستان دریځ نه د نړۍ ملکونو او هم دغه رنګ د منځنۍ ایشیا دغه هیوادونو هم خبر کړي.
د پاکستان حکومت د ملګري ملتونو او نور مغربي هیوادونو ته دا خبره په ډاګه کړې چې افغانستان دې یواځې نه پریږدي او دا غوښتنه هم کوي چې د افغانستان جنګ ځپلي اولس ته د بشري مرستو ډیره اړتیا ده او افغان اولس سره دې په بیړني توګه بشري مرستې وشي.