امریکا پخوانی د دفاع وزیر وايي چې طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري 

0
166

د امریکا پخوانی د دفاع وزیر وايي چې طالبان لا هم القاعده سره اړیکې لري 

رابرټ ګېټس له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان ښايي د چین، روسیې او ایران څخه مرستې وغواړي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې طالبا ن دمګړۍ غواړي خپل سیاستونه او ایډیالوژۍ هغسې تنظیم کړي چې له مخې یې نړیوال دوی په رسمیت وپېژني او دوی سره مرستې وکړي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د امریکا دفاع پخوانی وزیر رابرټ ګېټس وایي، طالبانو لا هم له القاعده شبکې سره خپلې اړیکې نه‌دي پرې کړي او د کابل تر نیولو وروسته یې له دې ډلې سره اړیکي پاللي دي.

نوموړي زیاته کړې چې د دې اندېښنې شته چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په یوه ترهګر هېواد بدل شي.

اړوند موضوعات:

 القاعده به بیا په افغانستان کښې فعاله شی: سي آيي اې

رابرټ ګېټس له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې طالبان ښايي د چین، روسیې او ایران څخه مرستې وغواړي. نوموړي دغه راز ټینګار کړی چې طالبا ن دمګړۍ غواړي خپل سیاستونه او ایډیالوژۍ هغسې تنظیم کړي چې له مخې یې نړیوال دوی په رسمیت وپېژني او دوی سره مرستې وکړي.
ښاغلی ګېټس د جورج بوش او باراک اوباما د واکمنۍ پرمهال د امریکا د دفاع وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده.

تر ډې وړاندې هم ګڼ شمېر هېوادونو طالبانو په دې تورن کړي وو چې له القاعده او داعش ډلې سره یې خپلې اړیکي نه‌دي پرې کړي.

Leave a reply