ایران د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي کړی دی 

0
98

ایران د افغانستان لپاره ځانګړی استازی معرفي کړی دی 

رییسي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او د دغۀ هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي.

 

(2021 / 10 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې د ثبات او امنیت د راتګ او له دغه هېواد سره د همکارۍ لپاره یې خپل نوی ځانګړی استازی ټاکلی دی.

دده په خبره حسن کاظمي به د ایران په استازیتوب له افغان چارواکو سره د امنیت او سولې د راتګ په برخه کې همکارۍ کوي.

رییسي دغه راز ویلي چې په افغانستان کې وروستیو بوږنوونکو امنیتي پېښو اندېښنې ډېرې کړې دي او د دغۀ هېواد د نویو حاکمانو دنده ده چې د ملت امنیت تامین کړي او هڅه وکړي چې د ترهګرو ډلو فعالیتونه ختم کړل شي.

اړوند موضوعات: 

وزارت خارجه ایران: طالبان برای جلوگیری از تکرار حملات داعش تلاش می‌کنند

که څۀ هم د ایران پۀ ګډون د نړۍ هېڅ هېواد د ا.ا.ا تر اوسه پر رسمیت ندی پېژندلی؛ خو پۀ دې وروستیو کې د ځین  هېوادونو او طالبانو تر منځ روابط ښۀ شوي او تمه کېږي چې ځینې هېوادونه ئې ژر پر رسمیت وپېژني.

د یادونې  وړ ده چې د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي هم د سیمې پۀ هېوادو غږ کړی چې دوی تر بل هر جا ژر پر رسمیت وپېژني.

 

 

Leave a reply