روسیه وايي چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله مو د مسکو غونډې ته ندي بللي

0
175

روسیه وايي چې حامد کرزی او ډاکټر عبدالله مو د مسکو غونډې ته ندي بللي

د مسکو غونډه ښايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د روسیې په مشرۍ پیل شي چې پکې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د طالبانو د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ګډون وکړي.

 

(2021 / 10 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

کابل کې د روسيې سفارت ویلي، چې جوړېدونکي مسکو غونډه کې یې عبدالله عبدالله او کرزي ته د ګډون بلنه نه‌ده ورکړل شوې.

سفارت په خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې د حامد کرزي او عبدالله عبدالله نومونه د ګډوالو په نوملړ کې نشته او نه به هم دغې غونډې ته و بلل شي.

اړوند موضوعات:

چین وايي مسکو کې د افغانستان پة اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

د مسکو غونډه ښايي د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د روسیې په مشرۍ پیل شي چې پکې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړل شوې ده. د مالوماتو له مخې، په دې غونډه کې به د طالبانو د رییس‌الوزرا مرستیال عبدالسلام په مشرۍ د طالبانو یو پلاوی ګډون وکړي.

تر دې وړاندې یو شمېر رسنیو د سرچینو له قوله لیکلي وو چې روسیې په دې غونډه کې حامد کرزی او عبدالله عبدالله هم بللي دي.

Leave a reply