چین وايي مسکو کې د افغانستان پة اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

0
157

چین وايي مسکو کې د افغانستان پة اړه جوړېدونکې غونډه کې ګډون کوي

د چین د بهرنیو چارو ویاند پۀ تازه څرګندونو کې ویلي چې مسکو کې د افغانستان پۀ تړاو کنفرانس جوړېږي، د دوی پۀ وینا یاد کنفرانس کې چین ته هم د ګډون وړاندیز شوی دی.

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

د چین د بهرنیو چارو ویاند پۀ تازه څرګندونو کې ویلي چې مسکو کې د افغانستان پۀ تړاو کنفرانس جوړېږي، د دوی پۀ وینا یاد کنفرانس کې چین ته هم د ګډون وړاندیز شوی دی.

سرچینې ویلي چې بیجینک په یاده غونډه کې ګډون کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت دغه راز ویلي چې د افغانستان د ثبات لپاره پۀ ټولو نړیوالو کنفرانسونو کې ګډون کوي، دوی وايي موخه ئې د افغانستان د اوږدمهالې جګړې پای او دایمي ثبات دی.

روسیه راتلونکو څو اونیو کې د افغانستان پۀ اړه یو نړیوال کنفرانس جوړوي، چې په یاد کنفرانس کې به د سیمې هېوادونو په ګډون یو شمېر غربي هېوادونه هم ګډون وکړي.

ویل شوي چې یاد کنفرانس کې به د ا.ا.ا د په رسمیت پېژندلو په اړه خبرې وشي.

دا په داسې حال کې ده چې د کابو دوه میاشتو په تېرېدږ تر اوسه هېڅ کوم هېواد د ا.ا.ا په رسمیت ندی پېژندلی.

Leave a reply