د ا.ا.ا ځینې دولتي ادارو ته نوي رئیسان معرفي شوي دي

د ا.ا.ا ځینې دولتي ادارو ته نوي رئیسان معرفي شوي دي
د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست، د مالیې وزارت د وړانډيز او د ۷۱ ګڼي حکم پر بنسټ د چارو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه ځینو ریاستونو ته رئیسان ور وپېژندل سول.
(2021 / 10 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغان ملي بانک، پشتني بانک او د افغان پوسټ دولتي شرکت رئیسان معرفي سول
پنجشنبه، د ۱۴۴۳ د ربیع الاول ۲مه / د تلې ۱۷مه ۱۴۰۰ هـ.ل
د دولت د رهبرۍ د اداري سیاست، د مالیې وزارت د وړانډيز او د ۷۱ ګڼي حکم پر بنسټ د چارو د لا ښه مدیریت او تنظیم په موخه ځینو ریاستونو ته رئیسان ور وپېژندل سول.
۱- دوکتور شاکر جلالي چي په اقتصاد کي د قطر هيواد څخه په بانکي سکټور کي د یوې لسیزي تجربې خاوند دئ، د افغان ملي بانک عمومي ریاست سرپرست او د کابل بانک او پشتني بانک په چارو کي د مشاور په توګه.
۲- حافظ غلام اسحق چي د لوړو زده کړو تر څنګ په مالي او اداري چارو کي پراخه تجربه هم لري د پشتني بانک د عمومي ریاست سرپرست په توګه.
۳- انجینر محمد حامد ناصري د افغان پوسټ دولتي شرکت د سرپرست په توګه.
۴- احمد وحید ویس د افغان پوسټ دولتي شرکت د اداري او سوداګریز مرستیال په توګه معرفي سول.
د دولت رهبري پورتني کسان د وړتیا او مسلکيتوب له مخي یادو ریاستونو او ادارو ته ور وپیژندل، تر څو چاري په غوره ډول پرمخ ولاړي سي.
تر دې وړاندې هم د ا.ا.ا ځینې ټاکنې کړې وې چې د خلکو له مثبتو او منفي غبرګونو سره مخ شوې وې.






