خوست ولایت کې د داعش ډلې ۱۶ غړي نیول شوي دي

خوست ولایت کې د داعش ډلې ۱۶ غړي نیول شوي دي
د خوست والي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دغۀ ولایت کې ئې د داعش ډلې ۱۶ کسه چې د لویو بریدونو قصد ئې درلود نیولي دي.
(2021 / 10 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د خوست والي رسنیو ته په خبرو کې ویلي چې دغۀ ولایت کې ئې د داعش ډلې ۱۶ کسه چې د لویو بریدونو قصد ئې درلود نیولي دي.
د خوست والي محمد نبي عمري ویلي چې دغۀ ولایت کې د ا.ا.ا ځانګړو ځوانکونو د عملیاتو په لړ کې ۱۶ کسه د داعش هغه غړي نیولي چې په دغه ولایت کې ئې د لویو بریدونو د ترسره کېدو پلان درلود.
ښاغلي عمري زیاته کړې چې دغو کسانو پخپل جرم اعتراف کړی او هغه کسان ئې را پۀ ګوتو کړي چې دوی ته ئې مالي امکانات برابرول.
د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته دا لومړی ځل دی چې خوست ولایت کې د داعش ډلې د حضور او نیول کېدلو خبر ورکول کېږي.
تر دې وړاندې د ننګرهار، کندز ، کابل او ځینو نور ولایتونو کې د داعش ډلې د حضور او پۀ یادو ولایتونو کې د دوی پر طالبانو د حملو خبرونه ورکړل شوي ؤ.
که څۀ هم طالبانو دغه ډله لوی خطر ندی یاد کړی او ویلي ئې دي چې داعش ډله یوه مزاحمت کوونکې ډله ده چې ډیر ژر به ئې له منځه یوسي؛ خو د داعش ډلې وروستیو حملو د خلکو اندېښنې راپورته کړي دي.






