فلیپو ګراندي: افغانستان سره د بشري مرستې پۀ خاطر دې عملاً پیسې ورکړل شي

0
201

فلیپو ګراندي: افغانستان سره د بشري مرستې پۀ خاطر دې عملاً پیسې ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي چې افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر دې عملاً پیسې ورکړل شي، ځکه چې افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.

 

 

(2021 /  10 / 9 / نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې مشر فلیپو ګراندي ویلي چې افغانستان سره د بشري مرستو په خاطر دې عملاً پیسې ورکړل شي، ځکه چې افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي.

فليپو ګراندي وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ کمیشنرۍ سره د افغانستان لپاره د ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ترلاسه کړي او پاتې نورې لا تر اوسه دوی ته ندي رسېدلي .

نوموړي په مرستندویه هېوادونو غږ وکړ چې ژر تر ژره دې افغانستان سره مرستې وکړي، ځکه هلته سخت ژمی راروان دی او دوی د دغو مرستو د رسېدړ لپاره ډېر کم وخت لري.

دۀ وویل چې د بانکي سیسمونو خرابوالی، د عامه خدماتو بندېدل، او اقتصاد خرابېدل افغانستان کې تر دې هم لوی بشري ناورین رامنځته کولی شي.

 

 

Leave a reply