د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وايي چې اروپايي هېوادونه دې له لس تر سل زرو نور افغانان هم ومني  

0
80

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر وايي چې اروپايي هېوادونه دې له لس تر سل زرو نور افغانان هم ومني

جوزیف بورېل د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ویلي چې اروپایي هېوادونه دې له لس تر شل زرو نور افغان مهاجر ومني.

 

 

(2021 / 10 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

جوزیف بورېل د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشر ویلي چې اروپایي هېوادونه دې له لس تر شل زرو نور افغان مهاجر ومني.

جوزیف چې پرون ئې د هسپانیې پلازمېنې مادرید کې یوۀ کنفرانس ته خبرې کولې وویل چې افغانستان کې د طالبانو تر واک ته رسېدو وروسته اروپايي هېوادونو

شا و خوا ۲۲ زره هغه افغانان چې ژوند ئې په خاطر کې ؤ له افغانستان څخه اروپا ته انتقال کړل.

بورېل ټینګار کړی چې اروپايي ټولنه باید ډېر ژر له لس تر شل زرو نور افغانان هم ومني.

اروپايي ټولنې د ملګرو ملتونو هغې غوښتنې ته په ځواب کې چې اروپايي ټولنه باید ۴۵ زره افغانان ومني ویلي چې ښايي د ملګرو ملتوتو دا غوښتنه ومنل شي؛ خو د دې غوښتنې د منلو لپاره به د اروپايي ټولنې غړي هېوادونه پرېکړه کوي.

 

Leave a reply