د اسلامی امارت پلاوي به امریکایی وفد سره هم ملاقات کوي

0
204

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان اسلامی امارت یو لوړپوړې وفد پرون د قطر هیواد ته سفر کړې دې، د امارت اسلامی د وفد مشرتوب د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولو امیرخان متقي کوي، پلان ده چې طالب مشرانو دا وفد به د امریکایی ځواکونو د افغانستان ته د وتلو بس په اول ځل د امارت اسلامی مشرانو سره هم دوحه قطر کښې یوه ناسته ولري.

د امریکا حکومت دوه جګپوړو چارواکو رویټرز ایجنۍي ته وویل ، د متحده ایالاتو یو پلاوی به د شنبه او یکشنبې په ورځو په دوحه کې د طالبانو له لوړ پوړو استازو سره سره مخامخ خبرې .
د رویټر رپورټ مطابق د امریکایی چارواکو په وفد کښې به د امریکې سټیټ ډيپارټمنټ، یو ایس ایډ او د امریکا استخباراتي چارواکو ګډون وکړو، داسې هم په رپورټ کښې لیکل شوي چې امریکایی چارواکي به په طالبانو زور راوړی چې نیول شوې امریکایی مارک فریرک خوشې کړي کوم چې د امارت اسلامی سره په قید کښې دې.
د رویټر رپورټ چې په ایکسپریس ټریبیون کښې خپور شوي زیاتوي چې په دې ملاقات کښې به د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړې نماینده زلمي خلیلزاد موجود نه وي، یاده دې وی چې زلمۍ خلیلزاد هغه شخصیت دې چې د امن لپاره په خبرو کښې به د امریکا او افغانستان ترمینځ خبرو اترو کښې برخه اخسته او د امریکا نمایندګی به ی کوله.
په دې ملاقات کښې د زلمي خلیلزاد برخه نه اخستل یا هغه د امریکایی وفد نه ویستل شوي دې، دا نو نور سوالونه را اوچتوي.

Leave a reply