په ننګرهار کښې د یو زوړ سړي سر د تن نه جدا کړې شوې دې

0
233

باغي ټي وي رپورټ
په ټولنیزو رسنیو او په پرنټ میډیا داسې تصویرونه خپاره شوي چې پکښې ښکاری چې د یو زوړ سړې چې عمر ی د ۵۰ پنځوس یا ۶۰ شپیتو کالو پورې دې وژل شوې دې او سر ی د جسم نه بیل پروت دې، په ټولنیزو رسنیو داسې رپورټونه خپاره شوي دي چې وایی چې دا ډیر عمر واله سپین ګیرې تن د امارت اسلامی افغانستان غړې وو او داعش خراسان ډلې دده د وژنې ذمه واري قبوله کړې ده.

د طالبانو د طرف نه ددې ډیر عمر واله سړي په اړه څه نه دي ویل شوي خو په ننګرهار او جلال آباد کښې داسې ناوړه پیښې مخې ته راتلل به ددې سیمې امن ته ډیر زیات زیان ورسوي.
د افغانستان اسلامی امارت مشرانو باید یو داسې چټک او فعاله پلانونه جوړ کړې چې په افغانستان کښې دداسې ناوړه پیښو مخینوې وشي او د افغان اولس ژوند او کور حفاظت وشي.
په داسې وخت کښې چې بهرني ځواکونه د افغانستان نه وتلي او وس دلته یو بل جنګ پیل شی چې د افغانانو وینه توی شي، دا به ددې هیواد او مسلمانانو ډیره بدقسمتي، باید چې افغانستان او ورسره ددې ګاونډی هیوادونه په افغانستان کښې دداسې رقم ترهګرۍ مخه ونیسي.
https://twitter.com/MilitaryBWF/status/1446628601609142274

Leave a reply