په کراچۍ کې د قربانۍ د څارویو لوټلو لړۍ دوام لري، د اورنګي ټاون، اقبال مارکیټ، قائد آباد، فاریر او شاهراه فیصل پولیس سټېشن حدودو نه ۱۲ غواګانې او بیلونه د ټوپک په زور لوټ کړل شوي دي.

0
125

باغی ټی وی رپورټ

په کراچۍ کې د قربانۍ د څارویو پلورونکي او پېرودونکي دواړه د غلو هدف دي، د اورنګي ټاون سېکټر ۱۱.۱۵ چشتي نګر کې ۴ څاروي د ټوپک په زور تښتول شوي دي.

جيو نيوز د پېښې سي سي ټي وي ويډيو ترلاسه کړې چې څلور ورځې وړاندې رامنځته شوې وه.

په ويډيو کې په څلورو موټر سايکلونو سپاره اته نامعلومه کسان ليدل کېږي چې په پلاټ باندې بريد کوي، سوداګر حنيف وايي چې تورنو کسانو د څارويو ساتونکی يرغمل کړی دی.

په دې ورستيو کې د اورنګي ټاون بلوچ گوټ سره نزدې د فريار پوليس سټيشن څخه د قربانۍ يو څاروي هم غلا شوي وو، ملزمانو په يو دوکان کې تړلي 5 څاروي هم نيولي وو.

د متاثره شوي ښاریز په وینا د څارویو قیمت اته لکه روپۍ وو.

د قائد آباد پوليس سټيشن حدودو نه يوه غوا هم نيولې شوې ولې د شريعت فيصل پوليس د سوشل ميډيا په مرسته د ګلستان جوهر لياقت آباد نه غلا شوې غوا برآمد کړې ده۔

د يادونې وړ ده، چې په پاكستان كې به لوى اختر د جون په ۲۹مه نېټه د پنجشنبې په ورځ لمانځل كېږي.

د لوی اختر د رخصتۍ اعلان

د وزير اعظم شهباز شريف په منظورۍ سره د کابينې ډويژن نوټيفيکيشن جاري کړے دے چې پکښې د لوي اختر په موقع د دريو رخصتيو اعلان کړے شوي دي۔

په پاکستان کې به د لوی اختر رخصتۍ د جولای له ۲۹ څخه د جولای تر لومړۍ پورې وي.

Leave a reply