د قانون وفاقي وزير نذير تارړ وايي د عمران خان پرضد پوځي عدالت کې د مقدمې چلولو پرېکړه به د قانون مطابق کېږي.

0
172

باغی ټی وی رپورټ

لندن کې ميډيا سره خبرو کې د قانون وفاقي وزير نذير تارړ وويل چې مشترکه پلټنيزه ډله به ثبوتونه راټولوي او بيا به په خپلو سپارښتنو عمل کوي.

د امریکا غبرګون
بل خوا امریکا وايي، له هغو راپورونو خبر دی چې د مې د نهمې نېټې په پېښو کې د ښکېلو ملکي وګړو دوسیې په پوځي محکمو کې محاکمه کېږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیس میلر وايي، له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د اساسي قانون له مخې د ټولو لپاره دیموکراتیکو ارزښتونو او د قانون حاکمیت ته درناوی وکړي.

Leave a reply