د ملتان په ممتاز اباد سیمه کې له یوه کور څخه د ۳ ښځو جسدونه موندل شوي دي.
باغی ټی وی رپورټ
د پوليس ترمخه د شمشاد بي بي، د هغې خور نسرين او لور ساميه څو ورځې وړاندې مړي موندل شوي او د پوسټ مارټم لپاره روغتون ته رسول شوي دي.
پولیس وايي، پېښه قتل ده که ځان وژنه، په اړه یې پلټنې روانې دي.
د پېښې په اړه د پوليسو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې په هغه کور کې چې د ښځو مړي موندل شوي، له بهر څخه تالاشي شوي وو.
خو دا جسدونه له دریو نه تر څلورو ورځو پورې زاړه دي او دا به د پوسټ مارټم رپورټ وروسته معلومه شي چې ایا دوی ځان وژنه کړې او که وژل شوي.