د اسلام اباد پولیسو د پاکستان د تحریک انصاف ګوند پخوانی وفاقي وزیر غلام سرور خان له اسلام اباد څخه نیولی دی.

باغی ټی وی رپورټ
د پوليسو له مخې د پخواني وفاقي وزير غلام سرور خان تر څنګ د هغه زوى منصور حيات خان او وراره عمار صديق هم نيول شوي دي.
پوليس وايي، غلام سرور خان د مې د نهمې نېټې په پېښو کې مطلوب و.