‏د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزیر په کابل دیو شمېر دیني مدرسو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړی.

0
116

‏د کډوالو او راستنيدونکو چارو وزیر په کابل دیو شمېر دیني مدرسو له مسؤلینو سره لیدنه ترسره کړی.

20 جون سه شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد وزارت سرپرست وزیر خلیل الرحمن حقاني د کابل ولایت یو شمیر دیني مدرسو له مسؤلینو سره لیدلي.

په دې ليدنه کې د عبدالرحمن ابن عوف مدرسې رئیس شیخ محمد نور د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د اړوندو مدرسو د وضعیت د څرنګوالي په وړاندې کولو سره یې خپلې ستونزې هم مطرح کړې او د مهاجرینو چارو وزارت څخه یې د همکاریو غوښتنه وکړه.

اړوند موضوعات

د کډوالو چارو وزیر په افغانستان کې د مهاجرت نړيوال سازمان له رئیسې سره لیدنه ترسره کړی.

 

د مهاجرینو چارو وزیر د اسلامي او وطندوستۍ په روحیه د ځوانانو ښوونه او روزنه د ټولنې او خلکو د ستونزو په حل کې ارزښتناکه وبلله او ژمنه یې وکړه، چې د دوی ستونزې به له اړوندو چارواکو سره شریکې کړي.

Leave a reply