د کابل – پکتیا لویه لار کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله یوۀ خبریال خپل ژوند لۀ لاسه ورکړ

0
197

د کابل – پکتیا لویه لار کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله یوۀ خبریال خپل ژوند لۀ لاسه ورکړ

تېره ورځ ناوخته د پکتيا ولايت د مرکز ګردېز اړوند په تېرې سيمه کې د ترافيکي پېښې له کبله خبریال سيد سادات خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړ.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

دغه راز د پکتيا ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ مشر خالقيار احمدزي او د باختر آژانس د خبريال حبيب الله په ګډون په دې پېښه کې درې کسان ټپيان شوي دي.

اړوند موضوعات: 

د کاپیسا ولایت کې د ټرافیکې پېښې لۀ امله پنځه کسه وژل شوي دي

د ژوند راډيو مسوول اصيل ځاځي ويلي، چې خبريال سادات په کوم رسمي سفر نه ؤ لېږل شوی او نه يې هم د تګ په اړه د دفتر مسوولين خبر کړي ؤ. سيمه ييز خبريال سيد سادات له تېرو شاوخوا درې کلونو راپدیخوا په ژوند نومې سیمه ییزې راډيو کې دنده لرله.

د یادونې ده چې د کابل— لویه لار ډیری وخت د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ لۀ امله د ورته پېښو شاهده وي.

 

 

Leave a reply