سیاسي مرستیال وایي: له خلکو سره د امنیتي مسوولینو ښه او مسلکي چلند باید لومړیتوب وي.

0
105

سیاسي مرستیال وایي: له خلکو سره د امنیتي مسوولینو ښه او مسلکي چلند باید لومړیتوب وي.

17 جون شنبه 2023

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر نن د کونړ او ننګرهار د استخباراتو له رئیسانو او د کونړ امنیه قومندان مولوي عبدالحق حقاني سره ولیدل.

 

په دې لیدنه کې چې په سپېدار ماڼۍ کې ترسره شوه، یادو امنیتي مسؤولینو د ختیځ د امنیتي وضعیت په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د ختیځو ولایاتو د امنیتي ادارو د رهبرۍ او منسوبینو ترمنځ ښه همغږي شتون لري او هیچا ته د دې اجازه نه ورکول کېږي چې په تخریبي فعالیتونو لاس پوري کړي.

 

دوی زیاته کړه، د ختیځو ولایاتو د امنیت د تامین، د ولسونو او امنیتي ادارو ترمنځ د همکارۍ او همغږۍ او کشفي او استخباراتي ادارو ترمنځ هماهنګۍ ته جامع امنیتي پلان جوړ شوی دی.

اړوند موضوعات

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د قطر د الغرافه خیریه بنسټ له مسؤلینو سره لیدلي.

 

 

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال او کفیل مولوي عبدالکبیر د ختیځو ولایاتو دغو امنیتي او استخباراتي مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې وې ویل، له خلکو سره د امنیتي مسوولینو ښه او مسلکي چلند باید لومړیتوب ولري او امنیتي ځواکونه باید خلکو ته د اطمینان سمبول واوسي.

Leave a reply