قزاقستان لۀ افغانستان سره ۵۰۰۰ ټنه اوړۀ مرسته وکړه 

0
180

قزاقستان لۀ افغانستان سره ۵۰۰۰ ټنه اوړۀ مرسته وکړه

د خوارکي موادو د بیو لوړېدل او د کارونو د نشتون لۀ امله خلک لۀ ګڼو ستونزو سره مخ شول او لۀ حکومت څخه ئې وغوښتل چې د اولیه خوراکي توکو بیې راټیټې او خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

 

(2021 / 10 / 18  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

د سبټمبر تر پنځلسمې وروسته تر هغه چې طالبان پر افغانستان واکمن شول د خوراکي موادو بیې پۀ بې مخینې ډول لوړې شوې.

د خوارکي موادو د بیو لوړېدل او د کارونو د نشتون لۀ امله خلک لۀ ګڼو ستونزو سره مخ شول او لۀ حکومت څخه ئې وغوښتل چې د اولیه خوراکي توکو بیې راټیټې او خلکو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

اړوند موضوعات:

قزاقستان:  افغانستان ته مو د اوړو صادرات پيل کړي

پۀ دې وروستیو کې دحکومت لوړ پوړو چارواکو هڅې پیل کړي چې تر هر څۀ ژر د خوراکي موادو نرخونه راټیټ او د خلکو ستونزې هوارې کړي.

تازه د قزاقستان د ولسمشر ځانګړی استازي یرزان کازيخانوف له افغانستان سره د ۵۰۰۰ ټنه اوړو د مرستې سند د لومړي وزیر مرستیال ملا برادر اخند ته سپارلی.

بل خوا د ا.ا.ا ویلي چې د پاکستان پر ځای ئې لۀ ترکمنستان او قزاقستان سره د اوړو او غوړیو قرارداد کړی چې ډېر ژر به د افغانستان  خوراکي موادو پر بازارونو اغېز وکړي او د خوراکي لومړنیو توکو نرخونه به راکم کړل شي.

همدارنګه د اتاق تجارت مرستیال خان جان الکوزي هم لۀ رسنیو سره پۀ خبرو کې ویلي چې دوی به پۀ اوړو او غوړویو کې لۀ کرایې او نورو مصارفو پرته، اضافه ګټه نۀ اخلي.

 

Leave a reply