د ا.ا.ا : هڅه کوو چې د ټلفوني اړیکو نرخونه راټيټ کړو

د ا.ا.ا : هڅه کوو چې د ټلفوني اړیکو نرخونه راټيټ کړو
د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.
(2021 / 10 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي.
دا پۀ داسې حال کې ده چې پۀ دې وروستیو کې یو شمېر افغانانو لۀ کرېډېټ کارټونو د مالیېګرځولو نامعلوم بذخلیک او د مخابراتي شبکو د بیو لۀ لوړوالي شکایت کړی ؤ.
تازه طالبانو ویلي چې لۀ کرېډیټ کارتونو د مالیې ګرځول دوی څاري او دغه پیسې دوی ته جمه کېږي؛ خو دوی هڅه کوي دغه چاره تر پخوا شفافه کړي او وکولی شي چې ګرځول شوې ټولې پیسې د دولت حساب ته لاړې شي.
د یادونې وړ ده چې سلام مخابراتي شبکه چې د لنډې مودې لپاره ئې فعالیتونه ځنډېدلي ؤ بېرته فعاله د ا.ا.ا ویلي چې فعالیتونه به ئې تر پخوا ښۀ کړي.






